د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت ویلي؛ د عالیقدر امير المؤمنين حفظه الله تعالی د حکم په اساس ډيورنډ فرضي کرښې ته د څېرمه او نورو سرحدي سيمو د اوسېدونکو ستونزو د حل لپاره ځانګړې کمېټه جوړه شوه.
نوموړي زیاته کړې؛ یاده کمېټه د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د وزیر ملا نورالله نوري په مشرۍ او د سرحدي ولايتونو د مرستيالانو، اړوندو ولايتي رییسانو، د سرحدي ولسوالیو ولسوالانو او په سرحدي ولسوالیو کې د دفاع وزارت استازو په ګډون جوړه شوې.
ښاغلي فطرت همداراز ویلي؛ دغه کمېټه به د يادو سيمو د اوسېدونکو لپاره لومړني خدمات، د ديني او عصري زده کړو، روغتيا، مخابراتو، سړکونو او د څښاک اوبو ته د لاسرسي په برخو کې اړین ګامونه واخلي او عملا به د یادو سیمو د خلکو ستونزو ته رسېدنه وکړي.
د نوموړي په وینا، په حکم کې ماليې وزارت ته سپارښتنه شوې، چې دغه کمېټې ته د اړتيا وړ بودیجې په برابرولو کې ګامونه واخلي.
په دې اقدام سره به د افغانستان د ټولو سرحدي سیمو د خلکو ستونزو ته تر ممکنه حده رسېدنه وشي او د هغوی اړتیاوې به پوره کړل شي.

