عدليې وزارت د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې خپلې یو کلنې کړنې او لاسته راوړنې تشریح او له رسنیو سره شریکې کړې.
د یاد وزارت مسولینو ویلي؛ په تېر کال کې ۱۰۱ عنوانه تقنیني سندونه تسوید شوي، چې له جملې یې د ۹۵ سندونو فقهي تخریج تر سره شوی، امارتي ادارو ته ۱۸۴ حقوقي او قانوني مشورې ورکړل شوي، د ۵۹ تفاهم لیکونو او هوکړه لیکونو په اړه نظر ورکړل شوی، ۵۰ کړنلارې، مقررې او د عالیقدر امیر المؤمنین (حفظه الله) فرمانونه تسوید او تدقیق شوي او په ټولییز ډول ۱۹۸ کسان د تقنیني او وکالت ستاژ له پروګرام څخه فارغ شوي دي.
دوی زیاته کړې، چې له امارتي شتمنیو د ساتنې، د ځمکو غصب مخنیوي او املاکي شخړو د حل په موخه د منقولو او غیرې منقولو شتمنیو او ملکیت له ۷۹۲۸ قضیو، ۲۳ حوېلیو، ۲۵ دُکانونو، ۲ لوړپوړیزو ودانیو، ۲ سرایونو او یوه کلینیک څخه دفاع شوې.
دغهراز په اداري او تجارتي برخه کې د څه باندې یو میلیارډ او ۲۷ میلیونه افغانیو له جملې څه باندې یو میلیارډ او ۱۶ میلیونه افغانۍ د محکمو د قطعي پرېکړې په اساس د دولت خزانې ته تسلیم شوي، څه باندې ۱۰ میلیونه او ۵۰۰ زره افغانۍ د امارت په ګټه فیصله شوې.
د دې تر څنګ څه باندې ۲۳۴ زره امریکایي ډالر هم د محکمو د پرېکړې له مخې د دولت خزانې ته سپارل شوي دي.
د مسولینو په وینا؛ په وروستي یوه کال کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو ۳۶۷۲ او د اتحادیو او خیریه بنسټونو ۲۲۰ جواز لیکونه نوي شوي، د ۴۰۱ ټولنو، اتحادیو، خیریه بنسټونو او ۵۳۲۲ معاملاتو لارښوونې له دفترونو څخه څارنه شوې ده.
د یاد وزارت مسولینو د خپلو یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح په پروګرام کې ویلي، چې په تېر کال کې څه باندې ۱۱۰ زره تنو ته حقوقي پوهاوی ورکړل شوی، ۱۹۰۰ تنو سره په حقوقي برخه کې مرسته شوې، ۱۸۳۰ تنو ته حقوقي مشورې ورکړل شوي او ۵۷۷ تنه شکمنو کسانو د محکمې د حکم په اساس برائت حاصل کړی دی.
دغهراز په تېر یوه کال کې د مدافع وکیلانو ۱۵۹۰ جواز لیکونه نوي شوي، مدافع وکیلانو ته ۴۲۷۵ جزایي، معلوماتي او د مالیاتي بېلانس فورمې وېشل شوې، له مدافع وکیلانو او موکلینو څخه د شکایت ۲۶۰ عریضو ته رسېدنه شوې او له ۷۷۴ دار الوکالو څخه څارنه تر سره شوې ده.

