د غزې د ملکي دفاع بنسټ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې پرون شنبه د اسرائیلو له لوري پر یوه ښوونځي د هوايي برید له امله لږ تر لږه ۱۷ کسان شهیدان او ګڼ نور ټپیان شوي دي. په قربانیانو کې ماشومان هم شامل دي.
د غزې رسنۍ وايي، چې د حمامه په نوم په دې ښوونځي کې فلسطیني بېځایه شوي او کډوال ځای پر ځای شوي وو.
دغهراز صهیونیستي عسکرو پرون سهار د رفح ښار په جنوب کې هم په یوه کور برید کړی، چې ۶ فلسطینیان پکې شهیدان شوي.
پر غزه د صهیونیستي رژیم د بریدونو له پیل راهیسې لږ تر لږه ۳۹ زره او ۵۵۰ فلسطینیان شهیدان او ۹۱ زره او ۲۸۰ نور ټپیان شوي دي.

