ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت: اسلامي امارت له بزګرانو نېږدې ۳۹ زره مټریک ټن غنم پېري

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویلي؛ د امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې، د بزګرانو اضافي غنم د اسلامي امارت لخوا پېرل کېږي او په سیلوګانو کې ساتل کېږي.

یاد وزارت زیاته کړې، په بېړنیو حالاتو او يا په بازار کې د غنمو او وړو د بیو د لوړېدو په وخت کې به دغه غنم بېرته بازار ته وړاندې کېږي.

دغه وزارت ویلي؛ د هېواد په ۱۳ ولایتونو (کندوز، تخار، بدخشان، هلمند، سمنګان، کندهار، هرات، فراه، بلخ، سرپل، فاریاب، نیمروز او بادغیس) کې ۳۸ زره ۸۰۰ مټریک ټنه اضافي غنم شته، چې د اسلامي امارت لخوا پېرل کېږي او د دغه زون په سیلوګانو کې به زېرمه کېږي.

د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخوند په مشرۍ یوه کمېټه ګمارل شوې، چې د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیالۍ، د مالیې وزارت، د غلودانو د زېرمه کولو ریاست، د ترویج ریاست، مالی ریاست، د خصوصي سکټور ریاست، د اړوند ولایت د کرنې ریاست او د سرې میاشتې ټولنې استازي په کې ګډون لري، چې دغه کمېټه د یاد پلان د پلي کولو مسولیت لري.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په پام کې لري، چې د بزګرانو اضافي غنم په سیلوګانو کې زېرمه کړي ترڅو په بازار کې د بیې د لوړوالي مخه ونیسي او په مناسب وخت کې یې بازار ته وړاندې کړي.