ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اوبو او انرژي وزارت: د ۱۴۰ کوچنیو بندونو د تطبیق چارې پیل او له جملې یې ۱۱۷ پروژې بشپړې شوې

اوبو او انرژي وزارت د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې خپلې یوکلنې کړنې او لاسته راوړنې له ملت او رسنیو سره شریکې کړې.

د یاد وزارت مسولینو د خپلو کړنو په تړاو ویلي؛ د ۱۴۰ کوچنیو بندونو د تطبیق چارې پیل شوې، چې له جملې یې ۱۱۷ پروژې بشپړې شوې او د امو سیند غاړو کې ۶ تحکیماتي پروژې تطبیق شوي. همدارنګه د همکارو موسسو په مرسته ۲۵۰ پروژې پلې شوې او د ۱۷۳ پروژو د ډیزاین او د منځنیو او وړو اوبیزو تاسیساتو د ۱۵۷ پروژو د تخنیکي ارزونې چارې هم تر سره شوي دي.

مسولینو زیاته کړې، چې د هرات ولایت د پاشدان بند ودانیزې چارې بیا پیل شوې، د فراه ولایت د بخش اباد بند د لومړۍ برخې چارو ۳۷ سلنه پرمختګ کړی، د کابل د شاه و عروس بند او کمال خان بند درېیم فاز ودانیزې چارې تکمیل شوې دي.

دغه راز د هلمند کجکي بند د دویمې برخې اول لاټ او د زابل توري بند ودانیزې چارې هم بشپړې شوي دي.

د دې تر څنګ د برېښنا سکټور د پینځه کلن انکشافي پلان چمتو کول، د اوبو مدیریت د ۶ کړنلارو تاییدېدل او د ۴ مقررو ترتیبول، له ادارو سره د تفاهم لیکونه لاسلیکول، د اوبو او برېښنا پروژو کې د پانګونې د ستراتېژۍ چمتو کول، د داخلي چارو د سمون پالېسۍ منظورېدل او اوبو مدیریت د پینځه مقررو وروستي کول، په تېر یوه کال کې د د دې وزارت له مهمو اقداماتو څخه یاد شوي دي.

د مسولینو په وینا؛ د اوبو لګولو سنتي سیستم عصري شوی، د برېښنا د تولید او توزېع برخه کې ۷ او له اوبیزو سرچینو څخه د ګټې اخیستې په موخه ۱۴۱۷ حکمي او حقیقي شخصیتونو ته جوازونه ورکړل شوي دي.

دغه‌راز د اوبو له ۱۲۲ تاسیساتو او د هېواد په کچه د ۲۷۵ هایدرومترولوژیکي سټېشنونو څخه ساتنه او څارنه شوې ده.

د اوبو او انرژي وزارت مسولینو په یاده خبري غونډه کې ویلي؛ د هېواد اوبیزه جغرافیه په ۵ لویو او ۳۵ فرعي سیندیزو حوزو وېشل شوې، چې د مرکزي او سیمه‌ییزو ادارو له لوري مدیریت کېږي.

د دې تر څنګ د ۵۰۰ کیلو ولټه په ظرفیت د ارغندۍ سب سټېشن د چارو پیلېدل، په پکتیکا، فراه او روزګان کې د توزیعي شبکو تمدید او د ۸ میګاواټه برېښنا تولید پروژې د چارو پیلېدل، د نغلو د ۱۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د پروژې بشپړېدل، د دشت الوان – ارغندۍ د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا مزي پروژې د چارو پیلېدل، د ۱۴۰ میګاواټه په ظرفیت د لمریزې او بادي برېښنا پروژو د امکان سنجونې مطالعه او د ټاپ پروژې د چارو سمون په موخه، د سکرتریت رامنځته کول، په وروستي کال کې د یاد وزارت له مهمو فعالیتونو څخه ګڼل شوي دي.

دغه‌راز مسولینو د اوبو مدیریت برخه کې د ۱۴ تقنیني سندونو تسوید او منظوري،د اوبو مدیریت برخه کې د څه باندې ۱۰ میلیارډه افغانیو په ارزښت د ۵۸۱ پروژو د ساختماني چارو د پلان ترتیبول، د ۲۶۵ پروژو د تطبیق لپاره د اړینو تدابیرو نیول، د ځمکلاندې او سطحي اوبو د شمېرو راټولول، په سیندیزو او اوبیزو حوزو کې د اقلیمي بدلون د اغېزو څېړنه، د اوبیزو شخړو حلول، له اوبیزو تاسیساتو څارنه او د ۲۸۰ میګاواټه په ټولیز ظرفیت د ۶ پروژو د مطالعې او امکان سنجونې د چارو تر سره کول، په روان کال کې د وزارت له مهمو لومړیتوبونو څخه یاد کړي دي.