ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی کندهار کې د ۲۰۵ البدر قول اردو قوماندانۍ درې ورځنۍ سیمینار کې؛ د اسلامي نظام ساتنه مو ستر مسولیت دی

د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبت‌الله آخوندزاده حفظه الله تعالی په شتون کې د نفس اصلاح، مسولیت پیژندنې، د قدرت په وخت کې ښه بنده ګي کول، لا زیاتې همغږۍ او ښې حکومتولۍ په موخه د دفاع وزارت مسولینو لپاره اصلاحي غونډه په کندهار ولایت کې د ۲۰۵ البدر قول اردو قوماندانۍ انګړ کې درې ورځنۍ سیمینار ترسره شوی.

په دې سیمینار کې د ریاست الوزرا اقتصادي او اداري مرستیالانو سربېره د کورنیو چارو، بهرنیو چارو، امربالمعروف، حج او اوقافو وزیرانو او د استخبارتو عمومي رییس شتون درلود.

دا سیمینار د ملي دفاع وزارت د لوړ رتبه او عالي رتبه مسولینو(د وزارت مرستیالانو، د نهه ګونو قول اردوګانو د قوماندانانو، مرستیالانو او درستیزوالانو، د لوا ګانو قوماندانانو، مرستیالانو او درستیزوالانو، د کنډکونو قوماندانانو، د مرکزي قطعاتو مرستیالانو او درستیزوالانو، د وزارت رییسانو او د مرکزي او ساحوي قطعاتو ځینو برخو مدیرانو) لپاره ترسره شوی.

د یاد سیمینار لومړۍ ورځ د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی په پاکو او زړه پورې وینا سره پیل او د قول اردوګانو د قوماندانانو او د وزارت مرستیالانو له خوا د بېلا بېلو برخو د راپورونو په وړاندې کولو سره دوام کړی.

امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی په ټول هېواد کې د امنیت په ټينګښت کې د هېواد د دفاعي او امنیتي ځواکونو سرښندنې ستایلي دي او د اسلامي امارت د وروستیو لاسته راوړنو څخه یې یادونه کړې.

امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ویلي: ”تاسو نن ستر مسولیت لری او هغه د اسلامي نظام ساتنه او استحکام دی، ګورئ چې په قدرت مغروره نشئ او د اطاعت په وړاندې هم د بې روحه جسد په څیر و اوسئ او د مشرانو د فرمانونو او امرونو تاویل مکوئ، استقامت وکړئ چې دا ستاسو لپاره جهاد دی. “

دغه‌راز د غونډې دویمه ورځ د ملي دفاع وزارت مولوي محمد یعقوب مجاهد، د ملي دفاع وزارت د لومړي مرستیال، د وسله وال پوځ لوی درستیز او د علماوو د په ویناوو سره غونډه پیل شوې.

 په دغه سیمینار کې د کابینې غړو هر یو په وار سره په بېلا بېلو موضوعاتو جهادي یادونو، ښې حکومتولۍ، د امنیتي ادارو ترمنځ همغږي، د مشرانو اطاعت، د نیت اصلاح، د بیت المال ساتنه، اسلامي ورورولۍ او د اسلامي امارت په لاسته راوړنو په اړه ویناوې وکړې.

 دغه راز د غونډې دریمه ورځ هم د علماوو او شیوخو کرامو په ویناوو شروع شوه، وروسته عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله تعالی د ښې حکومتولۍ، د امراوو څخه اطاعت او د علماوو د درناوي په اړه وینا کړې.

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د اسلامي امارت مسولینو او مجاهدینو ته د مسولیت پیژندنې په اړه سپارښتنه کړې او ویلي یې دي؛ د هر مسولیت علم پر هغه مسول باندي فرض دی او په هر هغه شي چې تاسو ته یې مسولیت درکړل شي علم یې باید زده کړئ، سیمه يیز تبعیض پریږدئ ځکه چې اختلاف او بي اعتمادي ستاسو د ماتې سبب ګرځي.

په پای کې غونډه مجاهدینو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی په اړینو سپارښتنو او نصیحتونه باندې او شهیدانو ته د دعا په کولو سره پای ته ورسېده.