ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د جمعې ورځ، د ۲۷/۱/۱۴۴۶ هـ ق نېټه چې ۱۲/۵/۱۴۰۳ هـ ش نېټې سره سمون خوري.

  د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډېورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

په تېرو دوه ورځو کې د تورخم له لارې ۱۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او د یادو کورنیو ۵۳ تنه غړي ثبت او بایومیټریک شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو تنظیم کمېټې لخوا له ۱۴ کورنیو سره مرسته وشوه، چې ټولې۱۰٦ زره افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول مهم خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۷۰ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې نهه کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۵۳ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري په تخته پل کمپ کې له اتو کورنیو سره ټولې۷۸ زره افغانۍ مرسته شوې.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمیټه:

په  سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:

خواړه: په سپین بولدک کې کډوالو  ته ۱۴۴ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه ورکړل شوې.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۱۰۳ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

همدارنګه ۳۸۳ تنه کډوالو  ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم کډوالو  ته خیمې او کمپلې وېشل شوي دي.

نیمرو

ورېښمو لار

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د ورېښمو له لارې ۵۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۱۵ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي او همدا راز یو زر او ۳۹۵ تنه مسافر هېواد ته راغلي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳٦ کورنیو سره ټولې۲۴٦ زره مالي مرسته شوې.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په نیمروز کې راستنېدونکو کډوالو  ته نن بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۵۴ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت ورېښمو بندر کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هـــــــرات

اسلام کلا

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۴۴ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۸٦ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري نن په اسلام کلا بندر کې له ۵۵ کورنیو سره ۳۹۸ زره افغانۍ مرسته شوې.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال: ۱۱۹ کورنۍ، ۴۰۷ وګړي

مرسته شوي کډوال: ۱۱۳ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: ۱۲۴ عدده