ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د شهید اسماعیل هنیه د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په دوحه کې د حماس د سیاسي دفتر د پخواني مشر شهید اسماعیل هنیه د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ.

د شهید هنیه جنازه د قطر په دوحه ښار کې د زرګونه سیاسي شخصیتونو، علماوو او مسلمانانو په ګډون ترسره شوه.

شهید هنیه د فلسطین د ازادۍ لپاره د جنایتکاره اسرائیليانو پر وړاندې تر پایه سپېڅلې مبارزه وکړه او په همدې لاره کې شهید شو.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د نوموړي له شهادت یوه ورځ وړاندې په تهران کې له شهید هنیه سره لیدنه کړې وه، د فلسطین د مجاهدینو د برحقه مبارزې ملاتړ یې کړې وو او ویلي يي وو، اسلامي امارت د خپلو مجاهدینو ورونو ترڅنګ ولاړ دی.