ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د هېواد د زیاتو سړو او سړو سیمو ولایتونو د ښوونځیو د ګرمۍ رخصتیو په تړاو د پوهنې وزارت خبرتیا!

پوهنې وزارت پر خپله اېکس پاڼه د یوې خبرتیا په خپرولو سره ویلي؛ د پوهنې وزیر د ځانګړي حکم له مخې، د هېواد په زیاتو سړو او سړو سیمو ولایتونو کې د تودوخې درجې د زیاتوالي په خاطر د رسمي او خصوصي ښوونځيو ګرمۍ رخصتي د زمري (اسد) میاشتې تر ۲۰مې نېټې پورې تمدید شوې.

یاد وزرات زیاته کړې؛ د یاد حکم له مخې به د ښوونځیو درسونه د زمري میاشتې په ۲۰ مه نېټه شنبې ورځ بېرته پیل شي.