ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

افغانستان د ځان بساینې په لور؛ کندهار کې نخي او پشمي دولتي شرکتونو فعاليت پيل کړ

کندهار کې دوو نخي او پشمي امارتي شرکتونو په فعاليت پيل وکړ.

د لومړني توليداتو د مخ کتنې په اړه جوړې شوې غونډه کې د نخي نساجې کارخونې ریيس مولوي محمد سليم صابر ویلي، په دې کارخونه کې شاوخوا درې زره بېلا بېل ماشينونه شته او فعال دي، چې د تېرې يوې نيمې مياشتې راپدیخوا يې په فعاليت پيل کړی.

نوموړي زیاته کړې، یاده کارخونه د پنبې څخه د ۴۰۰ ماشینونو په فعالیت سره عامې روغتیا وزارت لپاره د روغتیايي توکو او همداراز د نظامي درېشیو لپاره رخت تولیدوي.

ښاغلي صابر ويلي؛ یاده کارخونه وړتیا لري، چې د ورته نورو ادارو لپاره هم د دوي د هوکړه‌لیکونو په بنسټ تولیدات ولري او په وینا یې، په دې سره به د دې کارخونې پاتې دوه زره او ۶۰۰ ماشینونه فعال او همداراز به ۱۲ زره هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي.

د یادې کارخونې د مسولینو د معلوماتو له مخې، دا کارخونه د کال شپږ زره او ۶۹۲ ټنه پنبه پروسس وړتیا لري او ۴۰ ميليونه متره رخت توليدولی شي.

دغه‌راز د پشمي نساجي کارخونې ریيس مولوي موسی کليم جهادوال ویلي؛ د وطني، بهرني او مصنوعي وړيو او منسوجاتو ترڅنګ د کرک او منسوجاتو څخه يې د غاليو تار، کشميره، پټو، شال، کمپلې، شړې او نور توليدات لري، چې د کيفيت له مخي بې ساري دي.

نوموړي زیاته کړې؛ په دې کارخونه کې ۶۴ بېلا بېل ماشينونه شته دي، چې د کال د زر ټنه پنبې په پروسس سره يو ميليون متره رخت توليدولی شي.

د یادې کارخونې مسولینو د معلوماتو له مخې، که چېري ټول ماشينونه په فعاليت پيل وکړي، نو یو زر او ۸۰۰ کسانو ته به د کار زمينه برابره شي.

د يادونې وړ ده، چې د کندهار نخي او پشمي نساجي کارخونې په ۱۳۵۴ ه ش کال کې جوړې شوې دي، چې وروسته د کورنيو جکړو او بهرني اشغال پر مهال یې فعاليتونه دريدلي وو، د اسلامي امارت په راتلو سره یي بيا په فعاليت پيل وکړ.