ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ټولګټو وزارت: تېره مياشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۳۶۵ زره مټریک ټنه انتقالات شوي

د ټولګټو وزارت ویلي، د تېرې (سرطان/ چنګاښ) مياشتې له پيله تر پايه د دې وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۳۶۵ زره او ۷۱۴ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

یاد وزارت زیاته کړې؛ د حیرتان بندر له لارې ۳۰۰ زره او ۹۶۵ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۲۸ زره او ۲۹۹ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۳۳ زره ۴۵۵ ټنه او د خواف-هرات بندر له لارې دوه زره او ۹۹۵ ټنه، چې ټولټال ۳۶۵ زره او ۷۱۴  ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

د دې وزارت د معلوماتو له مخې؛ د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په چنګاښ مياشت کې ۱۰ زره او ۷۵۰ ټنه صادرات شوي، چې لویه برخه یې وچه مېوه، معدني ډبرې او د انارو جوس دي.

 هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.

د ټولګټو وزارت د هېواد له ټولو سوداګرو غوښتنه کړې، چې د خپل سوداګریز توکي په خوندي، ارزانه او چټکه توګه د ريل پټلۍ له لارې انتقال کړئ.