ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه؛ د غزني ولایت په مرکز کې تر ځمکې لاندې سوداګریز مارکېټ جوړېږي

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډې ته چې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د اسد میاشتې په نهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، د خصوصي سکټور له لوري د غزني ولایت په مرکز کې له فرخي څلور لارې څخه تر کلاسبز څلور لارې پورې د سړک دواړو خواو ته تر ځمکه لاندې د سوداګریز مارکېټ د جوړولو طرحه وړاندې شوه.

په غونډه کې تر هر اړخیز بحث وروسته د پانګونې یاده طرحه د تایید وړ وبلل شوه او د منظورۍ لپاره اقتصادي کمېسیون ته راجع شوه.

د دغه طرحې له مخې خصوصي سکټور پر دغه سوداګریز مارکېټ ۳۰۹ میلیونه افغانۍ پانګونه کوي، چې ټولټال په‌کې ۵۱۱ دوکانونه په پام کې نیول شوي.

د یاد سوداګریز مارکېټ د جوړېدو چارې به د دوه کلونو په جریان کې بشپړې او سلګونو کسانو ته به د کار زمینه هم په‌کې برابره شي.

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې دغه غونډې ته د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې له ډبرو سکرو د ۴۴.۵ میګاواټه برېښنا د تولید، په خوست کې د ۱۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید او همدا راز په کابل او بلخ ولایتونو کې د سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو طرحې هم د بحث لپاره وړاندې شوې.

په ناسته کې تر هر اړخیز بحث وروسته ټاکل شوو کمېټو ته دندې وسپارل شوې، څو د دې کمېټې د نظرونو په پام کې نیولو سره د طرحو له وړاندې کوونکو شرکتونو سره د یادو طرحو د مالي، اقتصادي او تخنیکي اړخونو د ارزونې په موخه ناستې ترسره او راپورونه یې پر ټاکل شوي وخت د پانګونې بین الوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.