ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د چارو ادارې لوی ریيس: اسلامي امارت له بندیزونو سربېره ګڼ پرمختګونه او لاسته راوړنې لري

د چارو ادارې لوی ریيس مولوي نورالحق انور د پوهنې وزارت د مدارسو، دارالعلومونو او دارالحفاظونو د نتايجو جدولونو او شهادتنامو د برېښنايي کولو پرانيستغونډه کې ګډون کړی.

دې غونډه کې د چارو ادارې لوی رییس مولوي نورالحق انور، د پوهنې وزیر، د لوړو زده‌کړو وزارت مرستیال او نورو ګڼو مسولینو برخه اخیستې وه.

د چارو ادارې لوی ریس ویلي، اسلامي امارت له بنديزونو او تحريمونو سره سره په ډېرو برخو کې پرمختګونه کړي دي.

مولوي نورالحق انور زیاته کړې؛ د خوښۍ ځای دی چې هره ورځ د نويو لاسته راوړنو، پرمختګونو او نوښتونو شاهدان يو.

نوموړي ویلي؛ تر دې وړاندې واکمنانو خپلې هیلې او غوښتنې پردیو پورې تړلې وې او په ظلم، فساد، خیانت او غلا کې یې له يو بل سره سيالي کوله، د ملت ټول حقوق یې تر پښو لاندې کړي کوم چې پایلې یې ډېرې منفي وې.

ښاغلي انور څرګنده کړې؛ اوس د سالم رقابت فضا رامنځته شوې، احساس شته، هر امارتي کارمند په خپله برخه کې ځان مسول ګڼي، د پرديو پر ځای خپلو خلکو او ارزښتونو ته ترجیح ورکول کېږي.