ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر: له ګاونډیو هېوادونو سره مثبتې او رغنده اړیکې د اسلامي امارت د بهرني سیاست مهمه برخه ده

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ایران ته د خپل رسمي سفر په لړ کې د یاد هېواد د کورنیو چارو وزېر احمد وحیدي سره لیدنه کې د افغانستان او ایران ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا، په بېلا بېلو برخو کې په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو د ستونزو د حل او پر پوله د نشه يي توکو د قاچاق د مخنیوي په اړه خبرې کړي دي.

د لیدنې په پیل کې احمد وحیدي، ایران ته د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال پر سفر خوښي څرګنده او د هرکلي یې کړی.

نوموړي په لوړه کچه د افغان او ایراني چارواکو سفرونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ودې او همکاریو د پراختیا په برخه کې اغېزمن بللي او ویلي يي دي، تهران له اسلامي امارت سره په بېلا بېلو برخو کې د اړیکو لا پراختیا ته لېوال دی.

ښاغلي وحیدي زیاته کړې؛ په افغانستان کې د امنیت له ټېنګښت سره پر پوله ډېرې ستونزې حل شوي دي، ایراني چارواکو د یو شمېر پخوانیو ننګونو د لمنځه تلو له امله ډاډ ترلاسه کړی او ترڅنګ یې په بېلا بېلو برخو کې همکاریو ته زمینه برابره شوې ده.

مولوي عبدالکبیر له افغانستان سره په بېلا بېلو برخو کې د ایران د مرستو مننه کړې او ویلي يي دي، له ګاونډیو هېوادونو سره مثبتې او رغنده اړیکې د اسلامي امارت د بهرني سیاست مهمه برخه ده.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال څرګنده کړې، دا چې په افغانستان کې د نشه يي توکو کښت او کاروبار صفر ته راښکته شوی دغه چاره نه یوازې د افغانانو، بلکې د ټولې سیمې او نړۍ په ګټه ده.

نوموړي د کابل او تهران پر دوه اړخېزو مثبتو اړیکو د ټینګار ترڅنګ ویلي؛ اسلامي امارت په افغانستان کې د مسول او حاکم نظام په توګه هیچاته دا اجازه نه ورکوي چې خاوره یې د ګاونډیانو یا نړۍ پر ضد وکارول شي، دغه راز اسلامي امارت هڅه کوي چې د سیمه ییزې اقتصادي ودې برخه وګرځي.