د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د جاپان د ساساکاوا سولې بنسټ د پلاوي له مسول تدامیچي یاماماتو، د یاد بنسټ اجراییه رییس اتسو اداچي او کابل کې د دغه هېواد سفیر تاکایوشي کورومیا او مل پلاوي سر لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې تدامیچي یاماماتو ویلي؛ جاپان له افغانستان سره په ټولو په ځانګړي ډول سوداګرۍ او اقتصادي برخو کې د ښو اړیکو غوښتونکی دی او د دې اړیکو د لا پراختیا هڅه کوي.
نوموړي په بېلا بېلو برخو کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې ستایلي او له افغانانو سره د جاپان د مرستو د دوام ډاډ یې ورکړی.
د جاپان د ساساکاوا سولې بنسټ د پلاوي مسول زیاته کړې؛ هېواد یې په بېلا بېلو برخو له هغې ډلې د روغتیا، ښوونې او روزنې په برخو کې له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
دغه راز نوموړي په دې برخو کې د افغانستان اسلامي امارت له مسولینو د همکارۍ غوښتنه کړې.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال د جاپان ساساکاوا سولې بنسټ پلاوي ته د ښه راغلاست پر مهال له افغانانو سره د یاد هېواد د بشرپاله مرستو مننه او قدردانی کړی.
مولوي عبدالسلام حنفي د افغانستان او جاپان دوستانه اړیکو ته په اشارې ویلي، د افغانستان اسلامي امارت هڅه کوي دغه دوستانه اړیکې په غوره او دوامداره توګه پراختیا ومومي.
نوموړي زیاته کړې؛ هغه کارونه چې په افغانستان کې د ډاکټر تتسو ناکامورا له لوري ترسره شوي د افغانستان ولس یې قدردانی کوي، دغه امر د دواړو هېوادونو ترمنځ د ژورې لېوالتیا څرګندونه کوي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال په افغانستان کې بېلا بېلو له هغې ډلې د کانونو ایستل، د کرنې پراختیا، روغتیا، معلوماتي ټکنالوژۍ او ښوونې او روزنې په برخو کې د پانګونې د فرصتونو یادونه کړې او له جاپاني سوداګرو او پانګوالو یې غوښتي، چې په یادو برخو کې پانګونه وکړي.
مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، د افغانستان اسلامي امارت د جاپان په شمول د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د متقابل درناوي او تعامل پر بنسټ د نېکو او حسنه اړیکو غوښتونکی دی.

