ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د‌ رياست الوزرا سیاسي مرستیال د ايران د نوي جمهور رییس د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړ

د رياست الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير د ایران د نوي ټاکل شوي جمهور ریيس مسعود پزشکیان د لوړې په مراسمو کې، د افغانستان اسلامي امارت په استازیتوب ګډون وکړ.

د ايران د نوي جمهور ریيس د لوړې په دغو مراسمو کې چې د ګڼ شمېر هېوادونو او نړیوالو سازمانو استازو هم برخه لرله، د ایران د اسلامي شورا رییس محمد باقر قالیباف، مولوي عبدالکبیر ته د ښه راغلاست پر مهال د هغه د ورتګ له امله خوښي څرګنده کړه.

 د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د يادو مراسمو په څنډه کې مسعود پزشکیان ته د ایران د نوي جمهوررییس په توګه د نوموړي د ټاکل کېدو مبارکي وویله او په ورسپارل شویو چارو کې یې ورته د بریا او پرمختګ دعا وکړه.