ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ملا بخت الرحمن شرافت او د ترکمستان د اوسپنې پټلۍ رییس لیدنه؛ د دوه اړخيزو ريلي همکاريو پر پراختيا خبرې شوي

د ټولګټو وزارت ویلي، د دې وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال ملا بخت الرحمن شرافت د ترکمنستان هېواد د اوسپنې پټلۍ ادارې له رییس ازاد اتامرادوف او مل پلاوي سره په کابل کې لیدنه کړې.

دې ناستې دوه ورځې دوام درلود، چې پکې د دواړو هېوادونو ګډو پلاوو د دوه اړخيزو ريلي همکاريو د لا پراختيا په موخه هر اړخیز بحثونه ترسره کړي.

 د ناستې په لومړۍ ورځ د دواړو لورو ترمنځ؛ د تورغونډۍ سټېشن پراخوالي، د تورغونډۍ -هرات اوسپنیزې کرښې د امتداد، چې لومړۍ برخه یې تر صنوبره پورې ۲۲ کیلومتره اوږد والی لري؛ خبرې اتري شوي.

 دغه راز د ترکمنستان هېواد پلاوي په دغه ناسته کې په افغانستان کې د اوسپنیزې کرښې په برخه کې، پانګونې ته لیوالتیا ښودلې او ویلي يي دي، دوی د تورغونډۍ سټېشن د پراختيا او د تورغونډۍ-هرات لومړۍ برخې ۲۲ کیلومتره اوسپنیزې کرښې د ساختمان او رغونې په برخه کې پانګونې ته چمتو دي او خپل لګښت به د کرښې له فعالیدو وروسته له لاسته راغلو عوايدو څخه بېرته ترلاسه کړي.

 د دغو تاسيساتو په رغونې سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو او ټرانزیټي توکو په ليږد راليږد کې زیاتوالی راشي او خصوصي سکتور ته به د انتقالاتو په برخه کې لا زیاتې اسانتیاوې رامنځ ته شي، چې د قرارداد او هوکړې وروسته به يې رغنیزې چارې د روان میلادي کال د سپتمبر مياشتې په لومړۍ نېټه پيل شي.

دغه راز د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستيال د تور غونډۍ-هرات د اوسپنيزې کرښې د رغونې او ساختمان په اړه ویلي؛ د کار د پيلولو په موخه ټولګټو وزارت د يادې کرښې ډيزاين ترکمنستان لوري ته سپاري، ترڅو هغوی د ډيزاين له مخې د يادې کرښې رغنیزې چارې پیل کړي.

د غوڼدې د لومړۍ ورځې په پای کې د دواړو خواوو ترمنځ د یادو موضوعاتو ترڅنګ د دوه اړخيزو ریلي همکاریو، د اوسپنې پټلۍ د کارکونکو لپاره د ښوونیزو پروګرامونو چمتو کول، د چارو د پرمخ وړلو لپاره د ګډو کاري ګروپونو رامنځ ته کول او د افغانستان، ترکمنستان، ازاربایجان، جورجيا او ترکيې هېوادونو د پینځه‌ګونو کوريدور په اړه هم هر اړخيزې خبرې شوي دي.