د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د بلخ ولایت له یو مخور شخصیت سره لیدنه کړې.
یاد شخصیت د سیاسي، اقتصادي او امنیتي وضعیت په اړه خبرې کړي او ویلي يې دي؛ له کابو نیمې پېړۍ راهیسې افغانان له سیاسي او امنیتي پلوه ګډوډۍ سره مخ دي، اما د اسلامي امارت په حاکمیت سره په هېواد کې امنیت او ثبات حاکم شوی او خلک په ارام فکر خپلې ورځنۍ چارې پرمخ وړي.
نوموړي زیاته کړې، له څو لسیزو وروسته هېواد کې ثبات راغلی او له سیاسې اړخه هم ګډوډي پای ته رسیدلې او یوه رهبري شتون لري، چې دا د افغان ولس لپاره یو ستر نعمت دی.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال ویلي؛ په هره چاره کې چې بې ثباتي او ګډوډي وي زیان یې خلکو او هېواد ته رسېږي، خو خوشبختانه د افغانستان اسلامي امارت توانېدلی په هېواد کې ثبات او امنیت ټینګ او بې نظمي لمنځه یوسي او پر ځای یې یو پیاوړی مرکزي حکومت رامنځته کړي.
مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړې؛ افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او ټول د دې حق لري، چې د امنیت او ارامۍ په فضا کې ژوند وکړي، اسلامي امارت هم د دوی له دغه مشروع حق څخه ملاتړ کوي او هېچاته د خلکو پر حق، ابرو او ملکیت د تېري اجازه نه ورکوي.

