د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د کورنیو چارو وزارت عامه اړیکو لوی ریاست څخه د لیدنې پرمهال د عامه اړیکو له رییس، د دغه ریاست مرستیال، د څانګو امرینو او یو شمېر کارکوونکو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د عامه اړیکو رییس د یاد ریاست لاسته راوړنې، راتلونکې موخې او په رسنیز ډګر کې شته ستونزې یې له کورنیو چارو وزیر سره شریکې کړې دي.
نوموړي ډاډ ورکړی، چې د وزارت له پالیسۍ او د مشرتابه له لارښوونو سره سم به د عامه اړیکو او مطبوعاتي مبارزې په برخه کې خپلې هڅې ګړندۍ وساتي.
خلیفه سراج الدین حقاني د نظامونو پایښت او پرمختګ په برخه کې مطبوعات مهم اصل بللی او ویلي یې دي؛ د ملت يوالی د مطبوعاتو او کلتوري اشخاصو ذمه واري ده، باید په ښه توګه خپله ذمه واري سرته ورسوي.
دغهراز نوموړي، د عامه اړیکو ریاست د تېرو فعالیتونو ستاینه کړې او د هر راز همکاریو ډاډ یې ورکړی.
د کورنیو چارو وزیر مطبوعاتي مسولینو او کارکوونکو ته په خطاب کې ویلي، متحد اوسئ او خپلې مطبوعاتي چارې د اسلامي امارت د پالیسۍ له مخې په منظم ډول پرمخ یوسئ.
په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزیر د عامه اړیکو ریاست له یو شمېر امریتونو او پولیس راډیو څخه هم لیدنه کړې ده.

