د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ایران ته د رسمي سفر په ترڅ کې پرون ماښام په تهران کې د افغان سفیر مولوي فضل محمد حقاني، افغان دیپلوماتانو او د سفارت د کارکوونکو په ګډون له یو شمېر افغان سوداګرو سره لیدنه کړې.
دا لیدنه چې په پلازمېنه تهران کې د افغانستان په سفارت کې ترسره شوې، له ګاونډیو هېوادونو او نړۍ سره د اسلامي امارت د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پرمختګ او د وروستیو لاسته راوړنو ترڅنګ په ایران کې د مېشتو افغانانو او سوداګرو په هکله خبرې شوې دي.
په پیل کې افغان سفیر مولوي فضل محمد حقاني ویلي، د کوربه هېواد له مسؤلینو او چارواکو سره ښې اړیکې لري او هڅه کوي د اسلامي امارت د پالیسۍ په رڼا کې د ایران دولت سره په بېلا بېلو برخو کې د اړیکو لمن لا پراخه شي.
وروسته افغان سوداګرو د اسلامي امارت د اقتصادي پالیسۍ په ستایلو سره ویلي، له ګاونډیو او یو شمېر نورو هېوادونو سره د اسلامي امارت ښه تعامل او اړیکې د سوداګریزې راکړې ورکړې د ودې لامل ګرځېدلی دی.
دوی په افغانستان کې ډاډمن امنیت او د شریعت په رڼا کې اقتصادي پالیسي د پانګې د جلب او سوداګرۍ لپاره ارزښتناکه بللې او په بېلا بېلو برخو کې یې خپلې ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه له سیاسي مرستیال سره شریکې کړې دي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ویلي؛ اسلامي امارت له ټولې نړۍ په ځانګړې توګه اسلامي هېوادونو سره مثبتې اړیکې غواړي، چې د همدې موخې پر اساس دا مهال اسلامي امارت په ګڼ شمېر هېوادونو کې فعال سفارتونه او سیاسي استازولۍ لري.
مولوي عبدالکبیر زیاته کړې؛ د اسلامي امارت له بریا وروسته د افغانستان پر پښو درېدل، افغان حکومت ته لومړیتوب لري او هڅې روانې دي چې په کور دننه او بهر د افغانانو ستونزو ته حللارې ولټول شي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال څرګنده کړې، اسلامي امارت د مسول او له ټولنې د راټوکېدلي نظام په توګه خپلې چارې د ولس د غوښتنو پر بنسټ مخته وړي او په ټولو اقتصادي او نورو اړوندو برخو کې د سوداګرو او خلکو وړاندېزونو ته پام کیږي.
همدارنګه افغانستان د بل هر وخت په پرتله دا مهال د ډاډمن امنیت په لرلو سره د سوداګرۍ او پانګونې لپاره مناسب دی، نوموړي له ټولو افغان سوداګرو غوښتنه کړې چې په خپل هېواد کې پانګونه وکړي.
د مولوي عبدالکبیر په وینا، له سیاسي پلوه اسلامي امارت دا مهال په نړیواله او سیمه ییزه کچه مناسب ځای لري او په نږدې راتلونکې کې به له ځینو نورو هېوادونو سره هم د اسلامي امارت رسمي سیاسي اړیکې پیل شي.
د دې لیدنې په پای کې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په ایران کې د افغان سوداګرو او کډوالو د ستونزو د حل په موخه افغان سفیر مولوي فضل محمد حقاني ته یو لړ سپارښتنې هم کړي دي.

