ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

پروان کې د اسلامي امارت په ملاتړ پراخه ولسي غونډه جوړه شوې

د پروان ولایت په مرکز چاریکارو کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري د اسلامي نظام د ثباد، ولسي یووالي او انسجام په یوه پراخه ولسي غونډه کې قومي مشرانو د خپلو ویناوو پر مهال ویلي، چې د اسلامي امارت مشران د دې ولس خپل رښتینې بچیان دي او افغان ولس به هیڅکله یوازې پرې نږدي.

په دغه غونډه کې د ګڼو ولایتي مسولینو په شمول د یاد وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ مرستیال مولوي محمد علي جان احمد له ولسي ملاتړ څخه په مننې سره ویلي؛ تاسې هغه ولسونه یاست چې د غربي اشغال پر مهال مو خپل بچیان قرباني کړل او د اسلامي نظام د حُریت او خپلواکي لپاره مو په ځانونو ډېر مشقتونه وزغمل چې په نتیجه کې یې الله ﷻ د اسلامي نظام ستر نعمت را په برخه کړ.

نوموړي له ولسونو څخه غوښتي، لکه څنګه چې د اسلامي امارت د اقامې په وخت کې د زموږ ملاتړي وو، همداسي دي اوس هم زموږ ترڅنګ ودرېږي.

ولسي استازو په هېواد کې د اسلامي نظام پایښت او امنیت بې ساری بللی او زیاته کړې یې ده؛ اسلامي نظام د اللهﷻ له لوري موږ ته راکړل شوې ډالۍ ده او زموږ ټولو هڅه به همدا وي چې د استحکام لپاره یې مټې را ونغاړو.

دوی زیاته کړې؛ د ۲۰ کلونو په اوږدو کې افغانان په مختلفو نومونو کړېدلي او وژل شوي، نور به د پردیو د دسیسو ښکار نه شي.

قومي مشرانو په حکومت غږ کړی؛ چې د سرکونو، ښوونځیو، کلینیکونو، مخابراتي شبکو جوړولو او کاري فرصتونو رامنځته کېدو په برخه کې دي ولس ته خدمتونه وړاندې کړي.

د غونډې په اوږدو کې د وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ رییس شیخ حضرت ولي حقاني، ولسي همغږي د هر ملت د بري راز بللی او ویلي يي دي، د اسلامي امارت له حاکمیت سره سم خلکو د ارام ساه واخیسته او د ظالمانو له شر څخه یې بری وموند.

نوموړي همدارنګه زیاته کړې، چې مومنان باید یو له بل سره په نیکي کې مرسته وکړي او له مظلوم څخه د دفاع پرمهال د یو بل لاسنیوی وکړي.