ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي: د اسلامي امارت مسولینو له کلونو ناامنۍ وروسته د هېوادوالو ژوند هوسا کړ

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د زابل ولایت امنیه قومندان قاري صلاح الدین ایوبي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې قاري صلاح الدین ایوبي د زابل ولایته امنیه قومندانۍ د کړنو او فعالیتونو او په دې ولایت کې د امنیتي وضعیت او مجاهدینو په اړه د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړي دي.

د زابل امنیه قومندان ویلي؛ د امنیه قومندانۍ د امنیتي ځواکونو، مجاهدینو او نورو اړوندو ادارو د کوښښونو او زحمتونو په پایله کې په یاد ولایت کې بشپړ امنیت ټینګ شوی دی او خلک په ډاډه زړه خپلې ورځنۍ چارې ترسره کوي.

قاري صلاح الدین ایوبي زیاته کړې؛ د امنیه قومندانۍ مجاهدین او پرسونل تل د خلکو په خدمت کې وي، چاته د خلکو د امنیت او هوساینې د اخلال اجازه نه ورکوي او ځواکونه د خپلو دندو په ترسره کولو کې د مشرانو د لارښوونو عملي کولو ته چمتو دي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال ویلي، امنیت د یو هېواد د پرمختګ اصلي عامل دی او په یاد ولایت کې د امنیت او هوساینې د ټینګښت په برخه کې یې د مجاهدینو او امنیتي ځواکونو د هلو ځلو قدردانی کړی.

مولوي عبدالسلام حنفي، امنیتي او دفاعي ځواکونه مسلکي، اسلامي او ملي اصولو ته پابند بللي او زیاته کړې یې ده، د ویاړ ځای دی چې د دې هېواد اولادونه توانېدلي، چې له څو کلونو ناامنۍ او ګډوډیو وروسته د خلکو په ژوند کې امنیت او ارامي راولي.