د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره د ساسکوا بنسټ مشر ایتسو اداچي او د یوناما پخواني رییس تادا میچي یاماموتو لیدنه کړې.
په دې ليدنه کې په یو شمېر مهمو موضوعاتو او هر اړخیزو همکاریو خبرې شوې دي.
د ساسکوا بنسټ مشر د خپلو خبرو په لړ کې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې په هر اړخیزه همکارۍ ټینګار کړی او د دوه اړخیزو همکاریو په پار یې د اسلامي امارت پلاوي ته جاپان هېواد ته د سفر رسمي بلنه ورکړه، همدا راز یې د دوحې۳ ناستې په تړاو د بهرنيو چارو وزير نظرونه اوریدلي دي.
مولوي امیرخان متقي له افغانستان سره د جاپان له مرستو او همکاریو مننه کړې او یاد هېواد ته یې د افغانستان اسلامي امارت د پلاوي د تګ په اړه ډاډ ورکړی.
د بهرنیو چارو وزیر د دوحې۳ ناسته مثبته بللې او د متوازن سیاست په رڼا کې یې د نړۍ له هېوادونو سره د مثبتو اړیکو په اړه د اسلامي امارت بهرنی سیاست روښانه کړی او د افغانستان په تړاو هر مثبت بدلون او سیاسي پرمختګ یې اغیزناکه ګام بللی دی.

