ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کندوز ولایت د کرنې ریاست: سږ کال دې ولایت کې د بادامو حاصلاتو کې ۷۰ سلنه زیاتوالی راغلی

د کندوز ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست مسولينو ویلي؛ سږ کال په دې ولايت کې د بادامو په حاصلاتو کې د۷۰ سلنه زياتوالي راغلی دی.

د کندوز ولايت د کرنيزو چارو امر صلاح الدين واحدي ویلي؛ د بادامو د حاصلاتو ډېروالي لامل مناسبه هوا، تخنيکي مشورې، د نباتي ناروغيو د له‌ منځه وړلو درملو کارول او د‌ اصلاح شويو نيالګيو دوديدل دي.

په یاد ولایت کې د بادامو بڼ لرونکي د اسلامي امارت له مسولینو څخه په کور دننه او بهر د يادو کرنيزو محصولاتو لپاره د ښې بازار موندنې غوښتنه کوي.

د کندوز کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د مالوماتو له مخې سږ کال له نهه زره هکتاره بڼونو څخه به شاوخوا شپږ زره مټريک ټنه د بادموحاصلات ترلاسه شي.