ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د احصايې او معلوماتو ملي اداره: تېره میاشت کې هېواد ته د څه‌باندې دوه زره بهرنیو وګړو تګ او راتګ ثبت شوی

د احصايې او معلوماتو ملي اداره وایي؛ د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې هېواد ته د دوه زره او ۶۴۲ بهرنيو وګړو تګ او راتګ ثبت کړی دی.

یادې ادارې زیاته کړې؛ ثبت شوي ارقام ښیي، چې د روان کال په چنګاښ میاشت کې د ۳۷ ښځینه‌وو په ګډون یو زر او ۵۰۱ بهرني وګړي هېواد ته راغلي او د ۲۷ ښځینه‌وو په ګډون، یو زر او ۱۴۱ نور له هېواده وتلي دي.

د دې ادارې په وینا؛ د ثبت شويو ارقامو له مخې ښکاري، چې یو زر او ۴۴۳ کسان له ځمکنیو بندرونو او ۴۱ تنه نور د هوا له لارې هېواد ته راغلي دي، چې له دې ډلې یې ۲۳۴ تنه د هېواد د لرغونو او تاریخي ځایونو د لېدنې او پاتې نور یې د کار په موخه راغلي دي.

دغه‌راز د دې ادارې د ثبت شویو ارقامو پر بنسټ، ترټولو زیات بهرني وګړي د نیمزور ولایت، تورخم او حیرتان بندرونو او د کابل نړیوال هوايي ډګر له لارې هېواد ته راغلي او وتلي دي.

د يادونې وړ ده، چې د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو رياست د نورو کړنو او فعالیتونو ترڅنګ هېواد ته د هوايي ډګرونو او رسمي بندرونو له لارې د بهرنيو وګړو د تګ او راتګ ثبتولو اړوند خدمتونو مسوليت هم پر غاړه لري.