ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اسرائیلو ته د رجب طیب اردوغان ګواښ؛ ترکیه به یوه ورځ د اسرائیلو پر وړاند غبرګون وښيي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان اسرائیلو ته خبرداری ورکړی، چې ترکیه به یوه ورځ د اسرائیلو پر وړاندې غبرګون وښيي.

نوموړي د فلسطین په ملاتړ او اسرائیلو ته په ګواښ ویلي: “لکه څرنګه چې قره‌باغ او لیبیا ته ننوتلو، یوه ورځ به له اسرائیلو سره هم همداسې وکړو. داسې څه نشته چې موږ یې نه شو کولای.”

دغه‌راز د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې صهیونستان به هم د نازیانو په څېر یوه ورځ د محاکمې مېز ته راکش کړل شي.

د ترکیې ولسمشر د اسرائیلو له لوري د لبنان د پوځي تهدید په مقابل کې دا ګواښ کړی.

اسرائیلي رسنۍ وايي، چې د جولان په لوړو کې د راکټي برید له امله صهیونیستي رژیم پر لبنان د برید پلان لري.

اسرائیلي او امریکايي چارواکي د یاد برید له امله د لبنان حزب‌الله تورنوي، خو د حزب‌الله چارواکي په دې برید کې خپله ښکېلتیا په کلکه ردوي.