ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اسلامي امارت د هند له لوري افغانانو ته د ویزو ورکړې د پرېکړې هرکلی کړی

اسلامي امارت د هند د هغه پرېکړې هرکلی کړی، چې له مخې یې افغانانو ته د ویزو ورکړه بیا پیلېږي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت وايي، چې افغانانو ته د ویزو په ورکړه سره به د هېوادوالو ډېری ستونزې حل شي.

بلخوا د سوداګرۍ او پانګونې خونه د افغانستان او هند د اړیکو مخینې ته په کتو سره د دواړو هېوادونو اړیکې ښې ګڼي او وایي، چې د هند له لوري افغانانو ته د ویزو ورکړې له پیل سره به د سوداګرو د وارداتو او صادراتو ستونزه هم حل شي.

د دې تر څنګ ځینې هغه محصلین چې د ویزو نه ورکړې له امله هند کې له زده‌کړو پاتې دي د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت د دې پرېکړې په تړاو خوشبین دي او وايي، چې د ویزو د صدور په پیل سره به خپلې نیمګړې زده‌کړې بشپړې کړي.

څو ورځې وړاندې د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي و، چې نوی ډیلي له کابل سره تاریخي اړیکې لري اوپه همدې دلیل افغانانو ته د ویزو ورکړې بهیر له سره پيلوي.