د یوه چینایي شرکت مسولینو د اوبو او انرژي له وزیر سره په لیدنه کې په کونړ ولایت کې د برېښنا د تولید په درېیو سترو بندونو باندې د پانګونې لپاره لېوالتیا څرګنده کړې.
د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د یوه چینایي شرکت له مسولینو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې کونړ ولایت کې د دریو سترو بندونو (شال، ساګي او سرتاق) د برېښنا د تولید په پروژو کې د پانګونې په اړه خبرې کړي.
د چینایي شرکت مسولینو په یادو پروژو کې د پانګونې لپاره لېوالتیا څرګنده کړې او ویلي يي دي، چمتو یو چې ډېر ژر له دغه وزارت سره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړو او په عملي توګه خپلې چارې پیل کړو.
په ورته مهال، د اوبو او انرژي وزیر د برېښنا د تولید په بندونو کې د یاد شرکت د پانګونې د لېوالتیا هرکلی کړی او یادونه يې کړې، چې د کونړ سیند په اوبو کې د برېښنا د تولید لپاره په کافي توګه وړتیا شتون لري.
نوموړي زیاته کړې؛ که چیرې په راتلونکي کې ټول دغه بندونه جوړ شي، افغانستان کولی شي چې پرمټ یې ټولو ګاونډیو هېوادونو ته برېښنا صادره کړي.
د اوبو او انرژي وزیر د دې شرکت مسولینو ته د دغه وزارت د همکارۍ په برخه کې د پانګونې لپاره د زمینې د چمتو کولو لپاره ډاډ ورکړی او ټینګار یې کړی، چې غوره ده عملي چارې دې ډېر ژر پیل شي.

