د احصايې او معلوماتو ملي اداره وایي؛ د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو ریاست د روان کال په چنګاښ میاشت کې یوازې په کابل ښار کې ۱۳ زره او ۸۶۰ کسانو ته زېږون کارتونه وېشلي دي.
یاده اداره زیاتوي؛ دې ریاست په کابل ښار کې تېره میاشت څلور زره او ۶۲۱ هېوادوالو ته د نوې او مثنی پېژندپاڼې د وېش او کاغذي پېژندپاڼو د لغوه کولو، اووه زره او ۸۴۷ تنو ته د کاغذي پېژندپاڼې د تایید خدمتونه او درې زره او ۳۲ نورو کسانو ته د پېژندپاڼو اړوند غیرحضوري خدمتونه وړاندې کړي دي.
د یادې ادارې په وینا؛ د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو ریاست په چنګاښ میاشت کې ۱۰ زره او ۹۳۰ کسانو ته په کاغذي پېژندپاڼو کې د اصلاحاتو د راوستو خدمتونه وړاندې کړي او د دې ترڅنګ ۳۱۵ نورو کسانو ته د مړینې پارچې هم وېشل شوې دي.
د یادونې وړ ده، چې د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو رياست په حضوري او غيرحضوري ډول د کاغذي پېژندپاڼو، زېږون کارتونو او د مړينې پارچو د وېش، د هېواد د هوايي ډګرونو او ځمکنيو رسمي بندرونو له لارې د بهرنيو وګړو د تګ او راتګ د ثبت مسوليتونه پرغاړه لري او په يادو برخو کې هېوادوالو ته د چټکو او رڼو خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دی.

