ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

غزه کې د صهیونیستي رژیم د وحشتونو دوام؛ په یوه ښوونځي د برید له امله یې ۳۰ فلسطینیان شهیدان شوي

د غزې روغتیا وزارت وايي؛ اسرائیلي یرغلګرو په دیر البلاح سمیه کې په یوه ښوونځي هوايي برید کړی، چې له امله یې د ۱۵ ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۳۰ فلسطینیان شهیدان او له ۱۰۰ ډېر ټپیان شوي دي.

یاد وزارت زیاتوي، چې د دې پېښې ډېری قربانیان ښځې او ماشومان دي.

ځايي روغتیايي مسولینو د یو شمېر ټپیانو حالت نازک ښودلی او ویلي يې دي، چې ښایي د شهیدانو شمېر نور هم لوړ شي.

د یادو مسولینو په وینا؛ د شنبې له سهار راهیسې په دیر البلاح او خان یونس سیمو کې د صهیونیستي رژیم د هوايي بریدونو له امله ۵۳ فلسطینیان شهیدان او ۱۸۹ نور ټپیان شوي دي.

پر غزه د صهیونیستي رژیم د بریدونو له پیل راهیسې ۳۹ زره او ۲۵۸ فلسطینیان شهیدان او ۹۰ زره او ۵۸۹ نور ټپیان شوي دي.