د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبير په جلا جلا ناستو کې د پروان د جبل السراج ولسوالۍ او د سرپل ولایت له یو شمېر قومي مخورو او مجاهدینو سره لیدنه کړې.
په پیل کې د پروان ولایت جبل السراج ولسوالۍ يو شمېر مخورو او مجاهدینو په یاده ولسوالۍ کې د بشپړ امنیت او له حکومت سره د ولسونو پر همکارۍ خوښي څرګنده کړې او ویلي يي دي؛ د اسلامي امارت له بریا وروسته د دې ولسوالۍ د خلکو ګڼې ستونزې هوارې شوي دي، دغه راز د سیمه ییزو مسولینو او ولس ترمنځ ښه همغږي رامنځته شوې ده.
د یادو قومي مخورو او مجاهدینو په وینا، خلک له اسلامي امارت څخه د جبل السراج جامع جومات د جوړولو او جنوبي سالنګ د سړک د ژر کار پيل غوښتنه لري.
دوی دغه راز په بېلا بېلو برخو کې خپل يو شمېر وړاندېزونه هم د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال سره شریک کړي دي.
همدارنګه په يوه بله جلا لیدنه کې د سرپل قومي مخورو او مجاهدینو په یاد ولایت کې د اسلامي امارت تر واکمنۍ لاندې د شويو پرمختګونو په یادولو سره ویلي، د دې ولايت خلک د امنیت د ټينګښت او ځینو پراختیايي پروژو د پیل له امله خوښ دي.
يادو مشرانو او مجاهدينو له اسلامي امارت سره د خپلې همکاري ډاډ ورکړی او زياته کړې یې ده، د سرپل ولسونه د حکومت ملاتړ کوي.
دغو مخورو په سرپل کې د یوه سړک د رغولو او کورنیو ته د برېښنا د ورکړې په موخه د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته خپل وړاندېزونه سپارلي دي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د جبل السراج ولسوالۍ او سرپل ولایت مخورو او مجاهدینو ته د ښه راغلاست پر مهال د غرب پر وړاندې په جهادي مبارزه کې د دوی سرښندنې د قدر وړ بللي او له اسلامي امارت سره یې د هغوي له همکاریو مننه کړې.
مولوي عبدالکبير د جبل السراج ولسوالۍ راغلو قومي مخورو او مجاهدينو ته ډاډ ورکړی، چې د دې ولسوالۍ جامع جومات جوړولو ته به ځانګړی پام وشي.
دغه راز نوموړي زیاته کړې، د سالنګ د سړکونو بیارغونه د اسلامي امارت له کاري لومړيتوبونو څخه ده چې په جوړېدو سره به یې د خلکو ستونزې هوارې شي.
سیاسي مرستیال د سرپل له مخورو سره په لیدنه کې هغوي ته ډاډ ورکړی، چې پر غوښتنو به یې غور وشي او اړوندو ادارو ته به دنده وسپارل شي څو د سرپل د خلکو غوښتنو ته رسېدنه وکړي.

