د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي؛ د دې وزارت د صنعت او سوداګرۍ مرستیال مولوي احمدالله زاهد د چين له يو تن پانګوال شییه سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې چینايي پانګوال د افغانستان برېښنا اړتیا ته په کتو د لمريزې برېښنا د توليد او د سولرونو لګولو په برخه کې خپله لېوالتيا څرګنده کړې.
نوموړي ویلي؛ غواړو چې په افغانستان کې د ۴۰ میلیونه ډالرو په پانګونې سره د سولرونو او لمریزې برېښنا د تولید کارخونه جوړه کړو، چې په دې سره به زر کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
دغه راز یاد پانګوال په دې برخه کې له اسلامي امارت څخه د همکارۍ غوښتنه کړې.
مولوي احمدالله زاهد په دې لیدنه کې د یاد پانګوال هرکلی کړی او په افغانستان کې د پانګونې زمینې ته په کتو یې ویلي؛ اقلیمي بدلون ته په پام د پاکې انرژۍ تولید ته جدي اړتیا لیدل کيږي.
نوموړي زیاته کړې؛ د صنعت او سوداګرۍ وزارت هېواد کې د صنعت د ودې او پراختیا په موخه پانګونې د جلبولو په برخه کې هر اړخیزې همکارۍ ته ژمن دی.

