ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کانونو او پټرولیم وزیر د بامیانو ولایت د سرب او جستو کان څخه لیدنه کړې

 د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري او ورسره مل پلاوي د بامیان ولایت والي مولوي عبدالله سرحدي په ملتیا د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د ګنده کوتل د سرب او جستو له کان څخه د یوه کاري سفر په ترڅ کې لیدنه کړې.

د کانونو او پټرولیم وزیر د یاد کان له کاري بهیر څخه د لیدنې پر مهال په دې ولایت کې د سرب او جستو کان د قراردادي شرکت د مسولینو ستونزې او وړاندیزونه اوریدلي او د دوی د ستونزو د حل په برخه کې یې د همکارۍ ژمنه کړې.

نوموړي دغه راز د يکاولنګ ولسوالۍ د آهن سياه درې له کاني زېرمو څخه هم ليدنه کړې او مسولینو ته یې په ورسپارل شویو چارو کې د لا روڼتیا په موخه لازمې سپارښتنې کړې دي.