د غور ولایت په تیورې ولسوالۍ کې د زرخرید پشتګران چکډېم پروژه د اوبو او انرژي وزارت له پراختیایي بودیجې څخه د درې میلیونه، ۳۸۳ زره او ۹۲۳ افغانیو په ارزښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د غور سیندیزې فرعي حوزې ریيس ملا رحمت الله اماني، د یاد ولایت استازي، د تیورې ولسوالي د مسولینو او یو شمېر قومي مشرانو ګډون کړی وو.
د غور سیندیزې فرعي حوزې ریيس د یادې پروژې ګټې اخیستنې ته د سپارلو په غونډه کې ویلي، اوبه ملي پانګه او الهي امانت دی چې باید ورڅخه په ښه توګه ګټه پورته شي او د اوبو مدیریت یې د ټولو ګډه دنده بللې.
یاده پروژه به په دې ولسوالۍ کې د سېلابونو د مخنیوي او د هغو ګواښونو د کمولو، د موسمي بارانونو د اوبو د راټولولو، د ځمکې لاندې اوبو د پياوړتیا او په کرنیزو چارو کې د ګټې اخیستنې په موخه پلي شوې، چې پکې لسګونو کسانو ته د کار زمینه چمتو شوې وه.

