ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

هند افغان وګړو ته د ویزو ورکړه پیلوي

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال یوې خبرې غونډه کې اعلان کړی؛ هېواد یې د افغانانو لپاره د ویزو د ورکړې بهیر بیا ځلې پیلوي، چې له دې سره به هند ته د افغانانو سفر کول اسانه شي.

رندهیر جیسوال د افغانستان او هند ترمنځ اوږدو او تاریخي اړیکو ته په اشارې سره د یاد هېواد له لوري افغانستان ته د بشرپاله مرستو پر ورکړې هم ټینګار کړی.

د نوموړي په وینا؛ د هند دولت دغه پرېکړه د دوه‌اړخیزه همکاریو د پراختیا او د افغانستان له خلکو څخه د ملاتړ په موخه کړې ده.

جیسوال دغه راز ویلي، دوی د افغانانو سره همکارۍ ته ژمن دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې؛ کابل ته یې یو تخنیکي ټیم رسېدلی او په دې برخه کې به ډېر ژر کار پیل کړي.

د یادونې وړه ده، چې موده وړاندې د هند د بهرنیو چارو وزیر هم ویلي وو، افغانستان سره به بشري مرستو ته دوام ورکړي او دغه به راز د اړیکو د پیاوړتیا لپاره ګډ کار کوي.