د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د حیرتان بندر او د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ له صفري نقطې څخه لیدنه کړې.
د کرنې وزیر مولوي عطاء الله عمري د دې لیدنې په ترڅ کې د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د صادراتو او وارداتو له بهیر څخه لیدنه څارنه کړې او د بېلا بېلو محصولاتو په ځانګړي ډول د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو صادرونکو او واردونکو ته یې د لازمو اسانتیاوو په برابرولو ټینګار کړی.
د یادولو وړ ده، چې د کرنې وزیر د افغانستان اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د امو سیند د څنډو پیاوړتیا او د ویجاړېدو د مخنیوي په اړه د اوزبیکستان له لوړ پوړي پلاوي سره د لیدنې او خبرو اترو په موخه بلخ ولایت ته سفر کړی دی.

