د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ترکمنستان فضل محمد صابر په یاد هېواد کې د اسلامي امارت د شارژدافیر په توګه منلی.
نوموړي زیاته کړې، د ترکمنستان د وزيرانو شورا مرستيال او د بهرنيو چارو وزير رشيد مِرِداف، فضل محمد صابر د افغانستان اسلامي امارت د سفارت د شارژدافير په توګه منلی دی.
په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې رشید مرداف ویلي؛ ترکمنستان او افغانستان د سترو پروژو پلي کول په پلان کې لري، نو ځکه د ډيپلوماټيکو اړيکو کچې لوړول اړين گام دی.
د ترکمنستان د بهرنيو چارو وزير هيله څرگنده کړې، چې د دواړو هېوادونو په ګډو ډيپلوماټيکو هڅو به وکولی شو، چې د ټاپي نلليکې، د ټاپ برښنا او د تورغنډۍ-هرات ترمنځ د وسپنې پټلۍ پروژو عملي کار ژر پيل شي.

