ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کور او ښار جوړولو وزیر: زیانمن شویو هېوادوالو سره دې د واحدې ټاکل شوې منبع له لارې مرسته وشي

د کور او ښار جوړلوو وزیر شیخ حمدالله نعماني د افغانستان لپاره د اغا خان بنسټ له مسول ډاکتر نجم الدین سره لیدنه کړې او په یو شمېر موضوعاتو یې خبرې کړې دي.

په ناسته کې لومړی افغانستان لپاره د اغا خان بنسټ مسول د یاد بنسټ د فعالیتونو، لاسته راوړنو او راتلونکو پلانونو په اړه معلومات وړاندې کړي دي.

ورپسې د کور او ښار جوړولو وزیر د یاد بنسټ د فعالیتونو د لا پیاوړتیا، او اغېزمن فعالیت په موخه یو شمېر وړاندیزونه کړي او غوښتنه یې کړې، چې د کور او ښار جوړولو وزارت سره همکار پاتې شي.

شیخ حمدالله نعماني له افغانانو سره د اغا خان بنسټ له مرستو مننه کړې او ویلي يي دي؛ اړتیا ده چې یاد بنسټ د وروستیو سېلابونو او طبعي پېښو له امله زیانمنو کورنیو سره د همکارۍ په موخه لاس په کار شي او د هغې کمېټې سره د سروې او نورو پایلو د شریکو او ترسره کولو برخه کې همکاري وکړي، چې د ریاست الوزرا عالي مقام له لوري رامنځته شوې، تر څو زیانمنو کورنیو سره د واحدې منبع له لارې مرسته وشي.

ډاکتر نجم الدین ژمنه کړې، چې په یادو برخو کې به تر خپلې وسې همکاري کوي او په ځینو برخو کې د دوی له لوري د ترسره شوو سروې ګانو موندنې به له کمېټې سره شریکوي.

نوموړي ویلي، په بېلا بېلو برخو کې له افغانانو سره مرستې کوي او دغې چارې ته به دوام او پراختیا ورکوي.

افغانستان لپاره د اغا خان بنسټ مسول زیاته کړې؛ د روغتیا، خوراکي او نورو برخو سربېره د تاریخي ابدو په ترمیم او ساتنې برخه کې هم کار کوي چې دغه برخه کې به د کور او ښار جوړولو وزارت سره په همغږۍ او همکارۍ چارې ترسره کړي.

د کور او ښار جوړولو وزیر ویلي؛ بغلان، تخار او نورو ولایتونو کې چې د سېلابونو له امله کورونه په بشپړه توګه او یا هم په قسمي توګه وران شوي، اړتیا ده چې ارقام یې معلوم او د لاسنیوي په موخه اقدام وشي.