ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د امنیت په ټینګښت کې برخوالو مجاهدينو ستاینغونډه؛ د اسلامي امارت مسولینو او چارواکو یې هڅې ستایلي

د امنیت په ټینګښت کې برخوالو مجاهدينو ستاینغونډه کې امارتي مسولینو او چارواکو ګډون کړی.

دغه غونډه چې د ریاست الوزرا په سپارښتنه او د کورنیو چارو وزارت په کوربتوب د تېرو درېیو مناسبتونو، کوچني، لوی اختر او عاشورا د مراسمو خوندي او بریالي امنیت ساتنې په موخه جوړه شوې وه، پکې د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد، کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني، د استخباراتو لوی رییس ملا عبدالحق وثیق، یو شمېر نورو مشرانو او سیمه‌ییزو مسولینو برخه اخیستې وه.

د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني دې ناستې ته په وينا کې د اسلامي امارت له لوري سیاسي برخه کې د پام وړ پرمختګ ته په اشارې سره ویلي، ګڼ شمېر هېوادونو افغانستان کې د خپلو سفارتونو بیا خلاصون ته لېوالتیا ښودلې ده.

د نوموړي په وینا، هېڅ داسې ډله شتون نه لري چې د هېواد امنیت و ګواښي او یا هم ولس او عامه نظم له ننګوونو سره مخ کړي.

ښاغلي حقاني د غیر مسول وګړو او وسلو د ټرافیک د جدي مخنیوي ډاډ ورکړی.

همدا راز د ریاست الوزرا د دفتر لوی رییس ډاکټر ملا عبدالوسع د امنیتي بنسټونو ترمنځ پر لا همغږۍ ټینګار کړی او په وینا یې، چې دښمن و نشي کولی چې په هېواد کې امنیتي وضعیت وګواښي.

بل لور د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د امنیتي ځواکونو په ستاینغونډه کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو هڅې ستایلي او ویلي يي دي، هېواد کې امنيت خوندي دی او د دښمن اهداف خنثی شوي دي.

نوموړي د کاري تداخل مخنیوي، مسولیتونو ته پر وخت او سمه توګه رسیدنه، او د الله تعالی رضا او اطاعت په پام کې نیول اړین ګڼلي او د امنیتي ځواکونو د روزنې په برخه کې يې د کورنیو چارو وزارت د رهبرۍ هڅې ستایلي دي.

ښاغلي مجاهد د هېواد په پولو کې د مېشت دفاعي ځواکونه هڅې او کړنې هم ستایلي او ډاډ یې ورکړی، چې ستونزو او غوښتنو ته به یې پر وخت رسېدنه کیږي.

همدا راز نوموړي زياته يې کړې؛ په ملي دفاع وزارت کې یې د وسایلو بیا رغولو چارې پیل کړي او له نړيوالو يې غوښتنه کړې چې د هېواد هوايي حریم احترام وکړي.

د ملي دفاع وزیر په وينا، د سرغړونې په صورت کې به د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره له خپلې خاورې دفاع وکړي.

همدا راز د استخباراتو لوی رییس ملا عبدالحق وثیق دې ناستې ته په وينا کې ویلي؛ د اسلامي امارت استخباراتي کارکوونکي د اسلامي شریعت او خپل قانون تابع دي او د تخلف په صورت کې ترې پوښتنه کېږي.

نوموړي زیاته کړې؛ د استخباراتو ارګان اوس قانونمند او مصلح دی، چې د پخوانیو سازمانونو برعکس د بې ګناه خلکو د شکنجې لپاره نه کارول کيږي.

د اسلامي امارت په واک ته رسېدو سره، د استخباراتو لوی ریاست تصفیه شوی او پاک کادرونه پر دندو ګمارل شوي دي.

ښاغلي وثیق همداراز ویلي، د دوی ټولې کړنې د اسلامي شریعت په اساس د جوړ شوي قانون په چوکاټ کې ترسره کېږي او په دقت څارل کېږي.