ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مالیې وزارت: له تېري ادارې څخه پر نظام د پاتې پورونو د ورکړې لړۍ روانه ده

د مالیې وزارت ویلي؛ په تېر(۱۴۰۲هـ.ل) مالي کال کې د افغانستان اسلامي امارت له پرېکړي سره سم له تېري ادارې څخه پر امارتي ادارو د یو شمېر قراردادي شرکتونو، حکمي او حقیقي اشخاصو د پاتي طلباتو، تضمیناتو او تأمیناتو د پروسې له پیلولو را وروسته دغه پروسه په روان (۱۴۰۳هـ.ل) کال کې هم په نورمال ډول دوام لري.

یاد وزارت زیاته کړې؛ په روان کال کې، چې کومو ادارو د خپلو حوالو راپور له مالیې وزارت سره شریک کړی دی، له تطبیقاتو وروسته یې د طلباتو ۱۵ سلنه برخه ورکول شوې ده او د پاتې نورو ادارو د طلباتو، تضمیناتو او تأمیناتو پر تثبیت او تطبیقاتو کار روان دی.

همداراز دې وزارت ویلي؛ اوسمهال د ادارو د طلباتو، تضمیناتو او تأمیناتو د تثبیت او اجرا‌ء پروسه په نورمال ډول روانه ده او هغه ادارې، چې تثبیت شوې دي له مالیې وزارت سره د خپلو حوالو د راپور له شریکولو وروسته یې د طلباتو، تضمیناتو او تأمیناتو ۱۵ سلنه برخه ورکول کېږي.

د یادوني وړ ده، چې تثبیت شوې ادارې په لومړي سر کې د اړوندو حوالو راپور ترتیبوي او له مالیې وزارت سره یې شریکوي، چې د مالیې وزارت له لوري د حوالو له تطبیقاتو وروسته یې ۱۵ سلنه برخه ورکول کېږي.