د پوهنې وزیر مولوي حبیب الله اغا د بلخ ولایت پوهنیز وضعیت له ارزونې وروسته، مرکز ته د راستنیدو پر مهال، د بغلان ولایت د پوهنې له رییس مولوي محمد نور عزیزي او مسولینو سره لیدنه کړې.
په پیل کې د پوهنې رییس د یاد ریاست د درې کلنو دندو او کړنو راپور وړاندې کړی، چې د پوهنې وزارت د مشرتابه له لوري یې له شوو پرمختګونو او اغېزمنو فعالیتونو ستاینه شوې.
د پوهنې وزیر د بغلان پوهنې رییس په ملتیا د یاد ولایت له جهادي مدرسې څخه لیدنه کړې، چې د همدغې مدرسې د مسولینو، ښوونکو او زده کوونکو له خوا یې هرکلی شوی.
د پوهنې وزیر په یاده مدرسه کې د درسي کیفیت څخه د خوښۍ په څرګندولو سره حاضرینو ته په خطاب کې ویلي؛ په هېواد کې د اسلامي نظام د بریا اصلي وارثین د مدارسو باعزته طالب العلمان دي، چې د هغوی د قربانیو په پایله کې زموږ هېواد بشپړه خپلواکي ترلاسه کړه.
په پای کې د یادې مدرسې مسولینو او استادانو ډاډ ورکړی، چې د پوهنې وزارت د مشرتابه سپارښتنې به په خپل ورځني ژوند کې پلي کړي.
پوهنې وزیر د بغلان پوهنیز وضعیت ارزونې په موخه د یاد ولایت پوهنې رییس او مسولینو سره لیدنه کړې

