ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د چهارشنبې ورځ، د ۱۸/۱/۱۴۴۶ هـ ق نېټه چې ۳/۴/۱۴۰۳ هـ ش نېټې سره سمون خوري.

د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې توګه وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډېورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

په تېرو دوه ورځو کې د تورخم له لارې ۸۹ کورنۍ هېواد ته راستنې او د یادو کورنیو ۴۲۱ تنه غړي ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۲۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۰۳ تنه و، ننګرهار او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوي او یادو کورنیو ته ۶۶ زره او ۵۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو تنظیم کمېټې لخوا له ۴۴ کورنیو سره مرسته وشوه، چې ټولې ۳۴۴ زره افغانۍ کیږي.

د لنډ مهاله مېشت کولو کمېټه:

په تیرو دوه ورځو کې د تورخم په عمري کمپ کې ۱۳ کورنۍ په مؤقت ډول مېشت کړل شوې دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول مهم خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۲٦٦ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

 د سپین بولدک له لارې ۴۷ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۲۳۹ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

 له سپین بولدک څخه ۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۱ تنه و، کابل  ولایت ته په خوندي توګه ولېږدول شوې او نهه زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري  په تخته پل کمپ کې له ۴٦ کورنیو سره ټولې ۳۷۰ زره افغانۍ مرسته وشوه.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

 ۵۷ کورنۍ د تخته پل مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمیټه:

په  سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:

غذا: په سپین بولدک کې کډوالو ته ۲۰٦ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه ورکړل شوې.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۱۲۲ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

همدارنګه ۳۳۴ تنه کډوالو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم کډوالو ته خیمې، کمپلې او توسان وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري راستنو شویو کډوالو ته ۱۲٦ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم په کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د ورېښمو له لارې  ۵۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۲۳ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي او همدا راز دوه زره او ۵۰ تنه مسافر هېواد ته راغلي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري  له ۳۰ کورنیو سره ټولې ۲۲۴ زره مالي مرسته شوې.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په نیمروز کې په تېرو دوه ورځو کې ۹۳ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په نیمروز کې راستنېدونکو کډوالو ته  بېلابېل خدمات وړاندې شول:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۵۹ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت ورېښمو بندر کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هـــــــرات

اسلام کلا

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۸٦ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۱۴۷ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري  په اسلام کلا بندر کې له ۱۱۰ کورنیو سره ۷۲۴ زره افغانۍ مرسته وشوه.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

 ۷۰ کورنۍ د تخته پل مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال: ۲۸۱ کورنۍ، یو زر او ۳۰ وګړي

لېږدول شوي کډوال: ۲۵ کورنۍ، ۱۲۴ وګړي

مرسته شوي کډوال: ۲۳۰ کورنۍ

لنډمهالي مېشت شوي کډوال: ۲۳۳ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: ۴۵۱ عدده