ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

امریکا ته د نتانیاهو سفر؛ ګڼو امریکا مېشتو فلسطینیانو د دغه سفر په غبرګون کې لاریون کړی

سپینې ماڼۍ اعلان کړی، چې د امریکا ولسمشر جوبایډن به نن ( پنجشنبه، د زمري څلورمه) د اسرائیلو د لومړي وزیر نتانیاهو کوربه وي.

د یادې اعلامیې پر اساس نتانیاهو به د امریکا له ولسمشر او د هغه له مرستیالې کاملا هریس سره په دوو جلاوو ناستو کې لیدنې ولري.

ورته‌مهال امریکا کې میشتو ګڼو فلسطینیانو دغه هېواد ته د اسرائیل د لومړي وزیر، بنیامین نتنیاهو د سفر په غبرګون کې لاریون کړی.

لاریون کوونکو په غزه کې د اسرائیلو بریدونه غندلي او دغه تړانګه کې یې د نسل وژنې د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.