ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال: اسلامي نظام د شرعیت په رڼا کې د هر ډول عصري زده کړو ملاتړ کوي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ۱۴۰۳ کال د کانکور په ملي ازموینه کې د دیني مدرسو او ښوونځيو له لومړي تر پینځم مقام له بریالیو زده کوونکو او د هغوي د کورنۍ له غړو سره لیدنه کړې.

دغه ناسته چې په سپېدار ماڼې کې جوړه شوې وه، مولوي عبدالکبیر په کانکور ازموینه کې په لوړه درجه بریالیو شوو زده کوونکو او د هغوي مشرانو ته د بریا مبارکۍ ترڅنګ زده کوونکو ته ویلي؛ د کانکور په ملي پروسه کې ستاسې بریا ثابته کړه، چې افغان زلمیان ښه استعدادونه او وړتیاوې لري.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي زیاته کړې؛ عصري علوم د ټولنې اړتیا ده او اسلامي امارت د دیني زده کړو ترڅنګ د پوهنتونونو او د عصري زده کړو د مرکزونو ودې ته پاملرنه لري او اسلامي نظام د شرعیت په رڼا کې د هر ډول عصري زده کړو ملاتړ کوي او هڅوي یې.

 مولوي عبدالکبیر څرګنده کړې، اسلامي امارت له مدرسې او ښوونځي د فارغ شوو زده کوونکو ت منځ توپير نه کوي او ټول زده کوونکي پر اسلامي نظام یو شان حقونه لري.

نوموړي همداراز ویلي، د اشغال له پای ته رسیدو او د امن په راتګ سره ټولنیز توپيري چلند نه تر سترګو کیږي او ټولو افغانانو ته په یو کچه حکومتي خدمات وړاندې کیږي.

 د ناستې پر دوام فارغ شوو زده کوونکو او د هغوي مشرانو د کانکور شفافیت ستایلی او د اسلامي امارت د مشرانو لخوا د هغوي د هڅونې او ملاتړ له امله یې مننه کړې.

د ناستې په پای کې مولوي عبدالکبیر په کانکور ازموینه کې په لوړه درجه بریالي شوي زده کوونکي په نقدي او غيرې نقدي ډالیو نازولي دي.