ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کار ملي کنفرانس؛ د کار او ټولنیزو چارو وزارت او بېلابېلو وزارتونو او ادارو ترمنځ د همکارۍ تفاهم‌لیکونه لاسلیک شول

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په نوښت د کار ملي کنفرانس د دویمې ورځې غونډه، چې د ریاست الوزرا مرستیالانو، د کابینې یو شمېر غړو، د امارتي ادارو، خصوصي سکتور او ملي او بین المللي بنسټونو یو شمېر استازو په کې ګډون درلود، په سلامخانه ماڼۍ کې ترسره شوه.

په پیل کې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د یاد کنفرانس ګډونوالو ته د وینا پرمهال د کار او ټولنیزو چارو وزارت دغه نوښت وستایه، د خپلې همکارۍ د ډاډ ترڅنګ یې له نورو وزارتونو او ادارو څخه هم غوښتنه وکړه، چې د کارموندنې په برخه کې له کار او ټولنیزو چارو وزارت سره خپلې همکارۍ وکړي.

نوموړي ویلي؛ زموږ د هیواد موقعیت ته په کتو، اسلامي امارت کوښښ کوي چې افغانستان د جنوبي او مرکزي اسیا د وصل په نقطه بدل، خپل داخلي تولیدات زیات، د سوداګرۍ، انرژۍ، ټرانزیټ او اوسپنې پټلۍ په برخو کې سوداګرو ته زیاتې اسانتیاوې رامنځته کړي.

هغه زیاته کړې، د پانګونې په پایله کې به کارموندنه زیاته او ګڼ هیوادوال په کارونو بوخت شي.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال څرګنده کړې، اسلامي امارت د بېکارۍ د له منځه وړلو، اقتصادي پیاوړتیا، پرځان بسیاینې او کاري فرصتونو لپاره زیاتې پروژې تر لاس لاندې لري او باوري یم چې په ټولنیزو، سیاسي او اقتصادي برخو کې به پام وړ پرمختګ رامنځته شي.

ملا برادر اخوند په نړیوالو غږ کړی، چې پر افغانستان لګېدلي بندیزونه دې لیرې او له اسلامي امارت سره مثبت تعامل وکړي.

ورپسې د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي له کار او ټولنیزو چارو وزارت څخه په مننې ویلي، چې د دې کنفرانس موخه په هیواد کې د بېکارۍ د لاملونو له منځه وړل دي. موږ ټول کوښښ کوو چې خپلو خلکو ته دوامداره شغلونه رامنځته کړو.

مولوي عبدالسلام حنفي په بېلابېلو برخو کې د اسلامي امارت لاسته راوړنو او پرمختګونو ته په اشارې ویلي؛ د دې ټولو باوجود د بېکاري او بې وزلي له شتون انکار نشي کېدلی. د حاکم او مسول نظام په توګه دا خپل لومړی درجه مسوولیت بولو چې په ټول توان د دې پر وړاندې سالمه مبارزه وکړو او په بېلابېلو سکتورونو کې د پروژو د تطبیق له لارې خپلو هیوادوالو ته ښې او زیاتې کاري زمینې برابرې کړو.

همدارنګه د ملي دفاع وزیر مولوي محمدیعقوب مجاهد ویلي، چې د دې کنفرانس جوړول د کار او ټولنیزو چارو وزارت لوی نوښت دی، ځکه کارموندنه او د نفقې پیدا کول دا مهال په هیواد کې د خلکو لویه اړتیا ده. هیله ده کار او ټولنیزو چارو وزارت د کوټلو ګامونو په اخیستلو سره د افغانانو د بېکارۍ ستونزه حل کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې هیواد کې د ښه او سراسري امنیت په تامین سره د کار او پانګونې زمینې برابرې شوي او موږ کوښښ کوو چې د خپل ولس، تاجرانو، پانګوالو او ټولو هیوادوالو امنیت خوندي او دوی ته لا ډاډمنه فضا برابره کړو. امنیتي ځواکونه په دې برخه کې خپل مسوولیت په ښه توګه ادا کوي.

ورپسې د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د یاد کنفرانس ګډونوالو ته د وینا پرمهال ویلي، چې دا کنفرانس د دې لپاره جوړ شوی، ترڅو ولس ته ډاډ ورکړو چې موږ د دوی د ښه ژوند لپاره هلې ځلې کوو. افغانستان هیچاته هم تهدید نه دی، د خپلې خاورې دفاع او ساتنه زموږ مسوولیت دی.

نوموړي زیاته کړې، افغانستان نیمه پېړۍ په ناورین کې و، خو د خدای تعالی په نصرت او د افغان ولس د جهاد او سرښندنو له برکته دا مهال افغانستان ازاد، خپلواک او اوسنی وضعیت او امنیت یې له ډېرو هیوادونو څخه ښه دی.

د کلیو پراختیا وزیر مولوي محمد یونس اخندزاده د وینا پرمهال په تاجرانو، ملي او بین المللي موسسو غږ کړی، چې دخپلو فعالیتونو او پروژو د ترسره کولو پرمهال د افغانانو ګټې په پام کې ونیسي. نوموړي زیاته کړې؛ زما امید دی چې کارموندنه به زیاته شي او موږ د مسوولیت له مخې خپلو خلکو ته کار پیدا کوو. همدارنګه یې د کار او ټولنیزو چارو وزارت ته د خپل وزارت د همکارۍ ډاډ ورکړ.

همدارنګه د اوبو او انرژۍ وزیر مولوي عبداللطیف منصور ویلي، چې د کار او معیشت اسباب برابرول د نظام مسوولیت دی او د اسلامي امارت مسوولین شپه او ورځ په دې برخه کې خدمت کوي.

نوموړي زیاته کړې، چې د اوبو او انرژۍ وزارت د څلورو لویو بندونو د نیمګړو چارو د بشپړولو ترڅنګ د اوبو په برخه کې ډېر پرمختګونه لري او ډېرو خلکو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.

ورپسې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني د کار ملي کنفرانس ګډونوالو ته د وینا پرمهال ویلي، چې کارموندنې ته په هیواد کې ډېره اړتیا ده. د کاري زمینو له برابرولو سره به هم وطن اباد شي او هم به هیوادوالو ته د حلالې نفقې د ګټلو اسانتیا برابره شي.

هغه زیاته کړې، چې ټولې ادارې، خصوصي سکتور او شرکتونه دې د کار په بدل کې له هیوادوالو سره مرستې وکړي او کاري زمینه دې ورته برابره کړي.

د امارتي شرکتونو لوی رییس مولوي احمدجان بلال ویلي، چې د اسلامي امارت د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله د فرمان په اساس امارتي شرکتونه د واحدې ادارې له لوري اداره کېږي او موخه یې د غیرفعالو شرکتونو بیا فعالول او د ویجاړو شویو فابریکو او تصدیو بیا احیا ده چې په دې برخه کې ډېر پرمختګونه شوي. هغه زیاته کړه، په قوشتیپه کانال کې د کرنیز کمپلیکس جوړولو لپاره د یو میلیون جریب ځمکې په ورکولو سره به سل زره کسانو ته کاري زمینه او اسانتیاوې رامنځته شي.

نوموړي څرګنده کړې؛ دولتي تصدیو او شرکتونو له پیله په هیواد کې د بې وزلۍ او بېکارۍ په کموالي، د ملي عوایدو زیاتوالي، پرځان بسیاینې، خدماتو، ټرانسپورټ، سوداګرۍ او د ملي بودجې د تمویل په برخو کې مهم رول لرلی.

همدارنګه د کار ملي کنفرانس د پای په مراسمو کې د ریاست الوزرا د اقتصادي او اداري مرستیالانو (ملا عبدالغني برادر اخوند او مولوي عبدالسلام حنفي) په حضور کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت او د بېلابېلو وزارتونو او ادارو ترمنځ د همکارۍ تفاهم لیکونه لاسلیک او تبادله شول.

ورپسې د ۸ بېلابېلو کاري ګروپونو استازو په نوبت سره د خپلو ګروپي کارونو د بحثونو پایلې او وړاندیزونه د کار ملي کنفرانس ګډونوالو سره شریک کړل.

په پای کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار معین مولوي محمد زاهد احمدزي په ۳۲ مادو کې د کار ملي کنفرانس پرېکړه لیک چې د بېکارۍ او بې وزلۍ په کموالي، مناسبو کاري فرصتونو او معیاري کار ته د هیوادوالولاسرسي، پرځان بسیاینې، اقتصادي ودې،د کرنې، صنعت، سوداګرۍ او کانونو په برخو کې د تولیدي او خصوصي سکتور په همغږۍ، او بهرنیو او ملي پانګوالو ته د لازمو اسانتیاوو په برابرولو ټینګار شوی وو، ولوست.