ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ازموینو ملي ادارې د عمومي کانکور او دیني مدرسو د ازموینو غوره ګډونوال وستایل

د ازموینو ملي ادارې مسولینو د چهارشنبې په ورځ (درېیمه .زمری. ۱۴۰۳) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوې ناستې پر مهال، د ١٤٠۳ کال د عمومي کانکور او دیني مدرسو د ازموینو لس تنه غوره ګډونوال وستایل.

د ستاینې په دې مراسمو کې د ازموینې ملي ادارې د رهبرۍ تر څنګ؛ لوړ پوړو امارتي چارواکو، دیني عالمانو، د پوهنتونونو استادانو او د غوره ګډونوالو د کورنیو غړو ګډون کړی وو.

د ازموینو ملي اداري رییس شېخ عبدالباقي حقاني د عمومي کانکور او دیني مدرسو د ازموینوغوره ګډونوالو او مېلمنو ته د ښه راغلاست او مبارکۍ ترڅنګ وویل؛ په هېواد کې د بشپړ او ډاډمن امنیت په راتلو سره، د دیني او عصري زده کړو لپاره ښه زمینه برابره شوې ده او ځوانان باید له دې فرصت څخه ګټه پورته کړي.

 نوموړي زیاته کړه؛ تېرو حکومتونو په ښوونځیو او پوهنتونونو کې زمونږ زده کوونکي او محصلین له دیني زده کړو لرې وساتل، هغوی ته یې غیر اسلامي او افغاني نظریې ورکړې چې په حقیقت کې همدا غیر اسلامي او غیر افغاني نظریې د دې لامل شوې چې د دې خاورې بچیان د خپل ولس او هېواد پر خلاف د اشغالګرو تر څنګ ودرېږي.

 د ښاغلي حقاني په وینا، اوس نظام دې ټکي ته پاملرنه لري، د ښوونځي او مدرسې ترمنځ واټن ختم شوی، په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د غیر اسلامي او غیر افغاني نظریو مخه نیول شوې او ټول زده کوونکي او محصلین به په سالم اسلامي او افغاني فکر روزل کېږي.

 د ازموینو ملي ادارې رییس وویل؛ زه د عمومي کانکور او دیني مدرسو د ازموینو ټولو بریالیو ګډونوالو ته ډاډ ورکوم چې نظام ستاسو تر شا ولاړ دی او د زده کړو برخه کې تاسو ته هر ډول فرصت برابروي، نو تاسو هم باید خپل مسولیت درک کړئ او له ترلاسه شوي فرصت څخه د هېواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره ښه ګټه پورته کړئ.

 دغه راز ښاغلي حقاني د خپلو خبرو په دوام وویل؛ که مونږ د وطن د ابادۍ او له خپلې خاورې د دفاع پر مختللي وسایل ولرو او نظام په ښه ډول وساتلی شو، نو له درېیم اشغال نه به خلاص یو.

همدارنګه د ستاینې په دې مراسمو کې د اسلامي امارت چارواکو او د عمومي کانکور او دیني مدرسو د ازموینې ممتازو ګډونوالو هم ویناوې وکړې، ټولو په کانکور او نورو ازموینو کې د اصلاحاتو او روڼتیا او په دې برخه کې د اسلامي امارت مسولینو د هڅو ستاینه وکړه.

د ستاینې مراسمو په پای کې د ١٤٠۳ کال د عمومي کانکور او دیني مدرسو ازموینو پر لس تنو غوره ګډونوالو ستاینلیکونه او ډالۍ ووېشل شوې.