ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د رياست الوزرا سیاسي مرستیال: د افغانستان رغونه او خلکو ته خدمت د اسلامي نظام لومړیتوب دی

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون ماښام په جلا جلا ناستو کې د بغلان د علماوو شورا رییس شیخ کمال الدین او د لوګر د ازرې ولسوالۍ یو شمېر علماوو او مخورو سره لیدنه کړې.

د لیدنې په پيل کې د بغلان د علماو شورا رییس د یو شمېر نورو علمای کرامو په ملتیا، په یاد ولایت کې له حکومتي ادارو سره د خلکو پر اړیکو خبرې کړي او ویلي يي دي، د ولس او سیمه ییزو مسولینو ترمنځ همغږي شته او د همکارۍ فضا رامنځته شوې ده.

شیخ کمال الدین زیاته کړې، د بغلان د مرکز په ګډون په یو شمېر سیمو کې بايد د مدرسو او ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړې شي او په همدې تړاو يې خپل وړاندیزونه د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال سره شريک کړي دي.

همداراز د لوګر د ازرې ولسوالۍ یو شمېر مخورو او علماوو د خپلو سیمو د ټولنيز او اقتصادي وضعيت په اړه ویلي؛ د ازرې ولسوالۍ ولسونه د حکومت تر څنګ ولاړ دي او ډاډ یې څرګند کړی، چې په هر حالت کې د اسلامي امارت ملاتړ کوي.

د ازرې ولسوالۍ مخورو ویلي، هر کال د سېلابونو له امله د دوی جريبونه کرنیزې ځمکې ویجاړیږي او په دې ولسوالۍ کې يې د کرنيزو ځمکو خونديتوب په موخه د استنادي دېوالونو جوړولو غوښتنه کړې.

مولوي عبدالکبیر د بغلان او لوګر ولایتونو علماوو او مخورو ته د ښه راغلاست ترڅنګ په تېرو جهادي دورو کې د هغوی د قربانیو ستاینه کړې.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال څرګنده کړې، د اسلامي امارت له بریا وروسته د افغانستان رغونه او خلکو ته خدمت د اسلامي نظام لومړیتوب دی او هڅې روانې دي چې د شته امکاناتو پر مټ د خلکو غوښتنو ته رسېدنه وشي.

مولوي عبدالکبیر د خپلو خبرو په پای کې د بغلان او لوګر راغلو علماوو او مخورو ته ډاډ ورکړی، چې پر غوښتنو به یې غور وشي او اړونده ادارې به په دې برخه کې اقدام وکړي.