د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک نیویارک کې خبریالانو ته ویلي، چې د اسرائیلو له لوري د خان یونس اوسېدونکي ته د سیمې د پرېښودو له امر وروسته په یوه ورځ ۱۵۰ زره فلسطینیان بېځایه شوي او خپلې سیمې یې پریښې دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچاو د اسرائیلو له لوري خانیونس کې وګړو ته د سیمې د پرېښودو او سملاسي بریدونو پیلولو په تړاو اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې خلک د وتلو پر وخت له جدي ګواښ سره مخ وو او ډېری نور په سیمه کې بند پاتې وو.
صهیونیستي عسکرو د تېرې دوشنبې په ورځ د خان یونس په ختیځه برخه کې خبرپاڼې غورځولې وې او د سیمې اوسېدونکو ته یې د وتلو امر کړی و، خو له دې امر سره سم یې هوايي او ځمکني بریدونه پیل کړل.
ملګري ملتونه وايي، چې همدا مهال د غزې تړانګې ۸۰ سلنه ته یا د خلکو په ورتګ بندیز لګېدلی او یا یې هم اوسېدونکو ته د سیمې د پرېښودلو امر شوی دی.
دغهراز صهیونیستي رژیم په خانیونس کې خوندي سیمه هم محدوده کړې ده.
په خانیونس کې د اسرائیلي یرغلګرو د تازه بریدونو له پیل راهیسې لږ تر لږه ۱۲۱ فلسطینیان شهیدان او سلګونه نور ټپیان شوي دي.
پرون سېشنبه د صهیونیستي یرغلګرو په تر ټولو خونړي برید کې نږدې ۹۰ فلسطینیان شهیدان او سلګونه نور ټپیان شول.
غزه کې ولسي وګړي له سخت ناورین سره مخ دي. د سیمې اوسېدونکي وايي، چې حالت ډېر ستونزمن دی او د پولیو ناروغۍ د خپرېدو په تړاو اندېښنې ډېرې شوې دي.
د یادونې وړ ده، چې پر غزه د صهیونیستي رژیم د بریدونو له پیل راهیسې ۳۹ زره او ۱۴۵ فلسطینیان شهیدان او ۹۰ زره او ۲۵۷ نور ټپیان شوي دي.

