د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویلي، د دې وزارت یو پلاوی د یو کمربند او یوې لارې د کرنیزې پالیسي جوړونې په نړیوال سمینار کې د ګډون په موخه چین ته تللی دی.
د یاد پلاوي په جوړښت کې د غلو دانو او صنعتي بوټو رییس مولوی محمد اسمعیل شکیب په مشرۍ د مېوو د څېړنو د سمون امر نذیر نوابي، د پالیسیو امر محمد قیس شریفي او دغلو دانو د کرنیزو تخمونو د وېش لوی مدیر ذکریا احمدي ګډون لري.
یاد وزارت زیاته کړې؛ دغه نړیوال سمینار چې د اتو هېوادونو د کرنې سکتور متخصصینو او چارواکو په کې برخه اخیستې وه، د سیمینار ګډونوالو ته د کرنې په سکتور کې د نویو کارول شویو میتودونو، د کرنې لرلید او د کرنیزې پالیسۍ جوړولو په اړه معلومات وړاندې شوي دي.
د یاد سیمینار په ترڅ کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت پلاوی د اتو هېوادونو څخه راغلي پلاوي ته د کرنې د وضعیت او د کرنیزو لاسته راوړنو په اړه راپور وړاندې کړی.

