د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د کار په ملي کانفرانس کې ګډون او وینا کړې.
خلیفه سراج الدین حقاني د یاد کنفرانس ګډونوالو ته ویلي؛ افغانستان په تېرو پینځو لسیزو کې بحراني حالت درلود او د سیالیو مرکز ګرځیدلی وو، خو د اسلامي امارت په حاکمېت سره په خارق العاده ډول له ستونزو ووت او ولسونه په الهي نصرت او فضل سره د خپلواکۍ خاوندان شول.
نوموړي د کار ملي کانفرانس جوړېدو له امله د کار او ټولنیزو چارو وزارت د رهبرۍ له هڅو مننه کړې او زیاته کړې یې ده؛ ډېرې ستونزې مو وګاللې، خو باوري یم چې د بیکارۍ له ستونزې څخه به هم ووځو او د اقتصادي ثبات، پرمختګ او ځان بسیاینې په لورې به ورسیږو.
د کورنیو چارو وزیر په خپلو خبرو کې خلکو او ولسونو ته ډاډ ورکړی، چې تاسې به له خپل ځانه پورته ګڼو، ستونزو او تشویشونو ته به مو رسېدنه کوو او ځان ته به مو نږدې کوو.
د نوموړي زیاته کړې، خلکو ته به د کارموندنې په برخو کې خاصه پاملرنه کوو.
دغه راز خلیفه سراج الدین حقاني ویلي، نړیوال دې په منفي تبلیغاتو تشویشونه نه جوړوي د حقایقو په درک سره دې مثبت تعامل ته رانږدې شي.

